×

ساينسي ميتود په عمل کې


ساينسي ميتود په عمل کې

په ۱۸۸۷ ميلادي کال د هالندي شرق الهند سيمه کې خلک په يوې عجيبې عصبي ناروغۍ اخته شول. دا ناروغۍ بيري بيري وه. د ناروغۍ علايم کمزوري او د اشتها نشتوالی وو او ناروغان به زياتره د قلبي نارسايي له کبله مړه کيدل. ساينسپوهانو فکر کاوه چې ښايي دا ناروغۍ به د باکترياؤ له کبله رامنځته شوي وي. دوی د بيري بيري د يوه ناروغ له وينې د باکتريا بيلګې تيارې کړې او چرګانو ته يې زرق کړې. چرګان ناروغه شول. خو د چرګانو يوه بله ډله هم ناروغه شوه چې باکتريا نه وه ورته زرق شوې.

large_scincetific_method.jpg

ډاکتر ایجکمان Dr. Eijkman په نامه يوه ساينسپوه يو حقيقت پام شو. هغه دا چې له تجربې وړاندې ټولو چرګانو ته شولې ورکړل شوې وې، خو د تجربې پر مهال چرګانو ته وريجې ورکړل شوې وې. ډاکتر ايجکمان پر دې په زړه پورې تحقیق کار وکړ او وې موندل چې په وريجو کې تيامين Thiamine نشته، دا ويټامين د ښې روغتيا لپاره اړين دی.

  1. ستونزه بیان کړئ
  2. فرضيه څه وه؟
  3. فرضیه څه ډول و ازمويل شوه؟
  4. د تجربې پايلې ته په پام سره آیا دا فرضیه باید ومنل شي او که رد شي؟
  5. نوې فرضیه به څه وي او څنګه به يې وازمويئ؟

 

پنسلين څه ډول کشف شو

په ۱۹۲۸ ميلادي کال کې سر الکسانډر فليمينګ Sir Alexander Fleming پر هغو سټفايلوکوکس باکترياؤ پلټنې کولې چې د کلچر په لوښو کې يې کرلې وې. نو وې ليدل چې یو ډول چڼاسکی هم په دې لوښو کې وده وکړه چې پنسلين يې باله. يوه رڼه ساحه هم د دې چڼاسکي چاپيره ليدل کيده او له دې کبله رامنځته شوې وه چې په دې ساحه کې نمو کوونکې باکترياوې مړې شوې وې. خو له دې چڼاسکې د ساحې پرته، په کلچر لوښو کې د کرل شويو باکترياؤ په نورو ځایونو کې داسې رڼې ساحې موجودې نه وې.

فليمينګ دا فرضیه جوړه کړه چې ښايي دا چڼاسکی به داسې کيمياوي ماده خپروي چې باکترياوې يې وژلي دي. هغه پريکړه وکړه چې دغه ماده په سوچه توګه جلا کړي او وازمايي چې رښتيا به هم باکترياوې ووژني او که نه. فليمينګ دا چڼاسکه يو ښوروا ډوله غذايي محلول ته واړوله. کله چې چڼاسکي وده وکړه، له دې ښوروا ډوله غذايي محلول څخه يې لرې کړه. فليمينګ بيا هغه غذايي محلول اضافه کړ چې چڼاسکي يې د باکتريا يوه محلول ته وده کړې وه. نوموړي مشاهده کړل چې باکترياګانې رښتیا هم مړې شوي دي. دا میتود بيا وروسته د میکروب ضد درملو يا انټي بياټيک د جوړونې لپاره وکارول شو چې ګڼو بيلابیلو ناروغيو د درملنې لپاره کارول کيږي.

  1. ستونزه تشخیص کړئ
  2. د فليمينګ فرضيه څه وه؟
  3. د هغه فرضيه څه ډول وازمويل شوه؟
  4. د تجربې له پايلې سره سم آیا د هغه فرضیه باید ومنل شي او که رد کړل شي؟
  5. دا تجربه د طب په ډګر کې د کوم لوی پرمختګ لامل وګرځيدله؟ 

Author

Resource Level

License

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comment.