×

ښوونه او روزنه په افغانستان کې

سريزهafghanistan-map.gif

افغانستان يو له هغو هيوادونو څخه دی چې په نړۍ کې د ليک لوست تر ټولو ټيټه کچه لري او د ښوونې په سيکټور کې له پام وړ ننګونو سره لاس او ګريوان دی چې پر بنسټيزو پراختيايي موخو يې ناوړه اغيز ښندي. طالبانو د هيواد په زیاترو برخو کې د څو کلونو لپاره د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښځو او نجونو د بشري حق مخنيوی وکړ. دې حالاتو له وړاندې رامنځته شوی ناورین چې په ترڅ کې يې د ښوونې او روزنې لږ بنسټونه، د روزل شويو ښوونکو او لوستو کسانو کمی او پراخه بيوزلی خوره وه، لاپسې ناوړه کړ. که څه هم زیاتره دغه ننګونې اوس هم موجودې دي خو پراخه پرمختګونه هم شوي دي. تر ټولو مهم پرمختګ دا دی چې نجونې بيرته ښوونځي ته ځي او شمير یې په ثابت ډول زيات شوی دی. نړيواله ټولنه د افغانستان له دولت سره ګډ کار کوي چې لازیات ښوونځي جوړ او په پوهنيز سيسټم کې سمون رامنځته کړي. دا کار بايد په تدريج خو په ډاډمنه توګه ترسره شي. د يو لړ په زړه پورې هڅو سره سره د ښوونې او روزنې کچه اوس هم د يوې لويې ننګونې په توګه پرځای پاتې ده. ښوونځې د اړتیا وړ اسانتياؤ ته لاسرسی نه لري چې د څښاک له ابو او تشنابونو څخه نيولې بيا د کتابتونونو او علمي لابراتوارونو پورې په کې شامل دي. زياتره زده کوونکي اوس هم پرته له درسي کتابونو زده کړې کوي، زیاتره برخه يې په داسې حال کې له ښوونکو څخه سبق زده کوي چې له ثانوي دورې وروسته زده کړو برخليک يې نا څرګند دی. په ټولګيو کې ګڼه ګوڼه وي او زده کوونکي د ورځې له خوا په بيلابيلو درسي اوقاتو کې خپلې زده کړې کوي. په ځينو سيمو کې د نجونو ښوونځي له سره شتون نه لري او د سولې نشتوالي په ځانګړي ډول ښوونې او روزنې ته د نجونو پر لاسرسي بده اغيز ښندلې ده. د کاناډا هيواد او ولس دا يوه اړتيا بولي چې د يوې اوږدمهالې ژمنې په ترڅ کې د افغانستان د پوهنې سيکټور پر خپلو پښو ودروي. د جګړو پر وړاندې تر ټولو ځواکمن ممکنه ځواب او د افغانستان د ثبات، د سولې د ټينګښت، پرمختيا او د بيوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې تر ټولو لويه پانګونه په همدې کار کې نغښتي دي.  

د افغانستان د ښوونې او روزنې په اړه لنډ معلومات

ليک لوست

  • د افغانستان حکومت په ملي کچه د لوستو وګړو شمير ۳۴٪ ښيي، چې ۱۸٪ يې ښخې او ۵۰٪ يې نارينه دي، خو د ښاري او کليوالي سيمو تر منځ ډير لوی توپیر پروت دی. په کليوالي سيمو کې ۶۳٪ نارينه او تر ۹۰٪ ښځې نالوستي دي (۲۰۱۲)
  • اټکل کیږي چې له هر ۵ ښځو له منځه ۱ (۱۵-۲۴ عمر) با سواده ده.‌ (د مرکزي احصايې اداره 2010/11
  • په افغانستان کې لیک لوست له اقتصادي وضعيت سره کلک تړاو لري.‌ په بډايو کورينو کې د (۱۵-۲۴ کلونو) تر منځ ۵۰٪ ښځې ليک لوست کولی شي خو په بې بيوزلو کورنیو ۵٪ ښځې ليک لوست ته لاسرسی لري.

په ښوونځي کې داخله

  • د نجونو لپاره د ثانوي دورې د داخلې خالصه اندازه ۲۱٪ ته رسيږي چې د هلکانو د داخلې په پرتله ۴۳٪ ده، دوه ځلې ټيټ دی. (د مرکزي احصايې اداره (2010/11
  • د ابتدايي او ثانوي دورې کې د داخلو شویو نجونو نسبت هلکانو ته د جندر د مساوات شاخص (GPI) وايي.‌ په افغانستان کې د ابتدایي ښوونځي لپاره د جندر د مساوات شاخص ۰.۷۴ دی چې په ابتدايي ښوونځي کې د نجونو او هلکانو د داخلې تر منځ زيات توپیر پروت دی او د هرو ۱۰۰ هلکانو په نسبت ۷۴ نجونې ابتدایي ښوونځي ته ځي. دا شاخص بيا د ثانوي زده کړو په برخه کې ۰.۴۹ ته لویدلی دی. (د مرکزي احصايې اداره (2010/11
  • د ګڼو دلایلو له مخې کورنۍ خپل ماشومان ښوونځي‌ ته نه ليږي.‌ دا دلايل د کليوالي او ښاري سيمې، ولايتونو او د زده کوونکو د جنسيت پلوه سره ويشل شوي دي.‌ د بيلګې په توګه په کليوالي سيمو کې فاصله او لاسرسی مهم دلايل ښودل شوي‌ دي خو په ښاري سیمو کې کولتوري دلایل ښوونځي ته د ماشومانو د نه ليږلو او په تیر بيا د ځوانو نجونو لپاره زیاتره ښودل شوي دي.

د ښوونکو شمير

  • ښځې د ښوونکو يوازې ۳۱٪ جوړوي، چې په کابل کې د ۷۵٪ نیولې بيا د پکتيکا له ۱٪ پورې توپير کوي.
  • په ۹ ولایتونو کې د ښځينه ښوونکو فيصدي له ۱۰٪ کمه ده. (د ښوونې وزارت، ۲۰۱۳)
  • د ښوونکو شمیر د ۲۰۰۸ کال د ۲۰۷۰۰ - ۱۵۸۰۰۰(يوناما)  څخه په ۲۰۱۳ کال کې ۱۸۶۰۰۰ ته لوړ شوی دی‌ چې ۹ چنده زياتوالی ښيي.
  • ګڼې ولسوالۍ ګانې هيڅ وړ ښځينه ښوونکي نه لري.
  • ۹۰ ٪ وړ ښځينه ښوونکي يوازې په ۹ لويو ښاري مرکزونو (کابل، هرات، ننګرهار، مزار، بدخشان، تخار، بغلان، جوزجان او فارياب) کې پر دنده بوخت دي.
  • اټکل کیږي چې ۶۸٪ ښوونکي د څوارلسم ټولګي (دولسم ټولګي وروسته دوه کاله نورې زده کړې) څخه د فراغت حد اقل وړتیاوې نشي پوره کولی.

امنیت او ښوونځي

  • د پوهنې سيسټم او په تيره بيا د نجونو ښوونه او روزنه د حکومت ضد طالبانو د بریدونو لومړنۍ موخه جوړوي. طالبانو او له هغو پورې اړوندو ډلو ښوونځي وسوزول او يا يې د لاسي بمونو، ماينونو او راکټونو بريدونه وکړل، ښوونکي يې ووژل او يا يې پر زده کوونکو بريدونه وکړل. ښوونکي، د ښوونځيو اداري کارکوونکي او زده کوونکي زياتره له ګواښونو سره مخامخ کيږي چې دغه ګواښونه اکثره وخت د شپې له خوا د خپرو شوو لیکونو په مرسته ترسره کيږي. همداراز ښوونځي له لوټ تالان سره هم مخامخ دي.
  • د بيلګې په توګه، د ۲۰۰۹-۲۰۱۲ کلونو تر منځ پر پوهنيز سيکټور د ۱۰۰۰ بریدونو راپور ورکړل شوی دی خو ښايي ګڼ بريدونه د دې راپور تر پوښښ لاندې نه وي راغلي.
  • په ۲۰۱۳ کال په ښوونځيو کې د راپاريدلو پيښو په پايله کې۷۳ کسان وژل شوي دي. 
  • سلګونه ښوونځي د امنيتي انديښنو له کبله وتړل شول;  که څه هم کليوالي ټولنې په دې هڅه کې دي چې د امنيت په ښه کيدو سره دغه ښوونځي بيا پرانيزي.
  • د ښوونې او روزنې پر وړاندې د طالبانو جګړه او له هغې راټوکيدونکې ناامني په هيواد کې د ښوونې او زدکړې پر وړاندې د يوه لوی خنډ په توګه پراته دي.

موږ پخپل اصلي ويبسايټ کې

د افغانستان د ښوونې او روزنې په اړه پنځه فکټشيټونه لرو. په دې ځای کليک به تاسې ته هغه فکټشيټونه پرانيزي چې د ښوونکو د کموالي، د درسي کتابونو د نشتوالي، پر ښوونې او روزنې د جګړې – د امنيت او ښوونځي، د افغانستان په ښوونځيو کې د داخلې د اخيستلو وضعيت او د ښوونځيو د ودانولو او يا په افغانستان کې د ښونځيو د زيربنايي اړتياوو د بشپړولو په اړه دي.

هغه افغاني ټولنې چې د پوهنې په برخه کې کار کوي

د پاليسي اسناد

نورې سرچينې