×

په کاناډا او افغانستان کې د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې لمانځه

موږ د ۲۰۲۰ کال د فبروري په 29می، کاناډا هیواد د برنابي ښار په سید جمال الدین ښوونځي کې د مورنۍ ژې نړیواله ورځ په ډیره خوښۍ ولمانځله، چیرته چې د لوۍ وینکوور ښار اوسیدونکو ځوان افغان - کاناډای ماشومان د شنبې په ورځ د فارسي ژبې او دینیات زده کړې کوي. په وینکوور ښار کې د افغانستان جنرال قونسل ښاغلي محمد سالم وحدت خپله غوره وینا وکړه او د او له هغې وروسته د درخت دانش کتابتون د محتوا مدیر ښاغلي عبدالرحیم احمد پرواني د افقانستان لپاره زموږ د څو ژبني ډیجیټل کتابتون یو نمایش ترسره کړ تر څو زده کونکو ته وښیې چې څنګه دوی د کیسې کتاببونه، ښوونیزې سرچینې او ویډیوګانې، غږیز کتابونه او نور ډیر څه ومومي. په عین وخت کې، په افغانستان کې د کاناډا مېرمنو لخوا د افغانو مېرمنو لپاره د موسسې غړو په تخار ولایت کې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ هم ولمانځله. په دي لمانځغونډه کې چې پکې د مطالعې هڅونې فعالیتونه لکه د کیسې لوستل شامل وو، د لیک- لوست دوه ټولګیو او دولتې ښوونځیو۱۰۰ زده کوونکې ګډون درلود او دوی ته  چې په دري، پښتو او ازبکي ژبو باندې کتابونه چمتو شوي وو.