×

د سواد نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د لږه کیو ژبې پر لیکه کوي

کابل: د درخت دانش کتابتون د سواد زده کړې د نړیوالې ورځې په مناسبت  خپله ویب پاڼه د افغانستان د څلورو لږه کیو قومونو په ژبو: نورستاني، ازبکي، مونجي او سواجي د پیل اعلان کوي.
 
د درخت دانش کتابتون چې په افغانستان کې د کارونې لپاره د درسي موادو ډیجیتالي ټولګه ده، د ۲۰۱۴ کال راهیسې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو باندې د لاسرسي وړ ده. د څلورو نورو ژبو زیاتوالی به دا پرلیکه کتابتون د نوموړو لږه کیو څلورو ژبو د ویونکو لپاره د لاسرسي وړ وګرځوي، او همداراز به د دې ژبو د ساتنې او پوهاوي او د افغانستان د ژبو د غني میراث سره مرسته وکړي.
 د نوموړي کتابتون د محتوا ایډیټور عبدالرحیم پرواني وویل: "دا په مونجي ژبه لومړنۍ ویب پاڼه ده. دا داسې یو څه دي چې باید و لمانځل شي." هغه همداراز زیاته کړه: " د دې کتابتون کاروونکي به اوس وکولای شي چې پدې ژبو باندې ویب پاڼې ته مواد پورته کړي ترڅو د دې کتابتون د ټولګې برخه شي. مونږ هیله مند یو چې دې کار د نوموړو ژبو د ودې بنسټ اېښې وي."
 د پراخې بې سوادۍ سره سره افغانستان د ژبو د یوې په زړه پورې او ځانګړې تنوع کور دی. دلته په ۴۲ ژبو خبرې کېږي، که څه هم یو شمېر یې معیاري املاء نلري، او ډېری دا ژبې د زده کړو او خپرونو له اړخه تر ډېره له پامه غورځول شوېدي.  د دې کار ناوړه پایلې د ښکاره کېدو په حال کې دي: یوازې یوه لسیزه د مخه په هېواد کې په څه باندې ۵۰ ژبو باندې خبرې کېدې او پاتې ژبو ډېری یې هم د ورکېدو له خطر سره مخ دي. د بېلګې په ډول، دمګړۍ د اینکو، مغولي، پهلواني، او پریا ژبې ښکاره ویونکي نلري؛ واټه پوري-کتارقلي نن له منځه تللې ژبه حسابېږي، او دوماري، پروموري، او تیراهي هم تقریباً له منځه تللې بلل کېږي.
 د دې ټولو سره سره د لږه کیو په ژبو د سواد له زده کړو ملاتړ او له خلکو سره مرسته کولو ترڅو په خپله مورنۍ ژبه یو پیاوړی بنسټ کېږدي، په دوو رسمي ژبو باندې د زده کړو سره بشپړه مرسته کولای شي، او بالاخره په ښوونځي کې د بریا لامل کېږي. په ټوله نړۍ کې د څو ژبو هیوادونو په اړه څېړنې ثابتوي چې په دویمه ژبه کې د زده کړو په برخه کې د بریا لپاره د مورنۍ ژبې یو پیاوړی بنسټ اړین دی. سربېره پر دې، د لږه کیو په مختلفو ژبو د زده کړې ترسره کول کولای شي چې په افغانستان کې د لوست فرهنګ پیاوړی کړي.
 
د درخت دانش کتابتون به د لږه کیو د ژبو د محتوا پراختیا ته دوام ورکړي او پدې کار کې د مرستې لپاره به رضاکاره ژباړونکي او ژبپوهان په دنده وګماري. د اوس لپاره دا کتابتون اوس د Hoopoe Books موسسې څو ټوکه کتابونه لري چې څو لږه کیو ژبو باندې یې د افغان ماشومانو لپاره د کیسو کتابونه جوړ کړیدی.
 
د رسنیزو پوښتنو لپاره:
info@darakhtdanesh.org
د درخت دانش کتابتون په هکله د لا زیاتو معلوماتو لپاره د www.darakhtdanesh.org او یا www.ddl.af  وېبسایټ وګورئ.