×

د کتابتون د ودې لپاره د نوې پوست کارډ کمپاین

دا چې اوس مهال د افغانستان لپاره په کتابتون کې له ۱۰۰ څخه زیات مضامین شتون لري، موږ په ځینو مضامینو کې د سرچینو له کمښت سره مخ يو، په ځانګړې توګه د لیک لوست (سواد آموزي)؛ کرنې، شاعرۍ، ابتدايي زده کړې، د افغانستان تاریخ، نړیوال تاریخ، ګرامر، بوتاني، ايکولوژي، جینیټکس، تغذیه، احصایه، ارواپوهنه، د سپوږمکۍ ساینس، له ښوونځي مخکې زده کړې، پیداګوژي، ریاضيات، ژورنالېزم، جیولوژي، ځانګړې زده کړې/ ټولیزې زده کړې، ژولوژي، لرغون پوهنه، سیاسي علوم او ټولنیز کار. د دې موضوع په ځواب کې، موږ د خپل کتابتون له غړو او پلویانو څخه غوښتنه کوو چې لاندينی ډیجیټلي پوسټ کارډ (انځور) پر خپل فېسبوک، ټویټر، انسټاګرام او لېکنډ ان پاڼو باندې شریک کړي؛ ترڅو دا غږ نورو ته ورسېږي او کتابتون ته د نورو سرچینو د سپارولو لپاره هغوی وهڅوي. موږ به د دوی په مرسته د دغو مضامينو لپاره يوه غني ټولګه جوړه کړو. موږ تاسو ته بلنه درکوو او هیله کوو چې دغه پوست کارډ د خپلې خوښې په ژبه او یا په ټولو دریو ژبو شریک کړی.