×

د درخت دانش کتابتون د امریکایي کتابتون د اتحادیې له لوري‌ تقدیر شو.

مطبوعاتي خبرونه

د درخت دانش کتابتون د امریکایي کتابتون د اتحادیې له لوري‌  تقدیر شو.

د ۲۰۱۸ کال د جولای ۲۴مه.

موږ په ویاړ سره اعلان کوو چې درخت دانش کتابتون له نړیوالو څلورو کتابتونونو څخه یو دی چې د امریکایي کتابتون د اتحادیې د نړیوال خلاق کتابتون د ۲۰۱۸ کال د تقدیر نامې وړ وبلل شو. دغه ډالۍ داسې خلاق کتابتون ته ورکول کېږي چې د امریکا له متحده ایالاتو څخه بهر فعالیت کوي او مثبت بدلون يې رامنځته کړی وي.

د روان کال د جون په ۲۵ مه نېټه، د امریکا د کتابتونونو رئیس جبم نیل یاده تقدیر نامه د امریکا د متحده ایالاتو د لوییزیانا ایالت په  نیواورلان ښار کې په یوه نړیواله غونډه کې ډاکټر ریبکا ملر ته د درخت دانش کتابتون (DDL) د ټیم په استازيتوب ورکړه. دغه غونډه د کنګ بي بي کلب کې د امریکا د کتابتون د اتحادیې د غونډې ګډون کوونکو له لخوا دایره شوې وه.

د درخت دانش رئیس ډاکټر لارین اوټس په دې هکله وايي، " د امریکایي کتابتون د اتحادیې تقدیر نامه زموږ د کارونو لپاره له یوې خوا لوی ویاړ دی او له بلې خوا موږ ته نوره انګېزه هم راکوي". هغې زیاته کړه: "دغه تقدیر نامه موږ ته توان راکوي؛ تر څو دغه کتابتون ته نوره وده ورکړو، د هغې لپاره د سرچینو راټولولو او هغو ته د لاسرسي پراخولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو".

د نړیوالو خلاقو کتابتونونو د تقدیرولو پروګرام د امریکایي کتابتون د اتحادیې په ابتکار د ډاکټر لوریین روی لخوا، کوم چې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کال يې د دې بنسټ ریاست پرمخ ووړ، پیل شو. د دې تقدیر نامې ګټونکي د نړیوالو اړیکو د ګردي مېز (IRRT) د کمېټې لخوا دې تقدیر نامې ته د نوم لیکنې د بهیر له لارې ټاکل کېږي.IRRT هغه ګردی مېز دی چې د کتابدارانو د فعالیتونو، ګټې، ودې او د نړیوالو کتابتونونو د اړیکو پروړاندې د شته ستونزو د حل لپاره جوړ شوی دی. نور بنسټونه چې دغه تقدیر نامه یې ترلاسه کړې، عبارت دي له: د اینرمنگولیا په خیمو کې ډیجیټلي کلتور جریان لري،  د کوچنيو مهاجرو الوتونکيو پروژه، د سوژو چين کتابتون، د (La Biblioteca Móil) سیار کتابتون او د  La Puerta Abierta د زده کړې مرکز، د سانتیاگو آتیلان ښار، سولولا گواتیمالا.

درخت دانش کتابتون د څو ژبو زده کړایزو موادو ډیجیټلي کتابتون دی. د دغه کتابتون بنسټ د کاناډا مېرمنو د افغانو مېرمنو لپاره موسسې (CW4WAfghan) اېښی دی او په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د ملاتړ لپاره د ټیکنالوژۍ  کارولو او ښو معلوماتې موادو ته د لاس رسي فعالیت تر سره کوي.

د درخت دانش کتابتون په هکله د لا زیاتو معلوماتو لپاره د www.darakhtdanesh.org  وېبسایټ وګورئ.

د رسنیزو پوښتنو لپاره:  Info@darakhtdanesh.org