×

درخت دانش کتابتون (DDL) د مطالبو په هکله نوي شراکتونه اعلانوي

د جولای ۱۳مه، ۲۰۱۸ کال

ډېر خوښ یو چې د مطالبو له چمتو کوونکو سره د وروستيو نويو شراکتونو په اړه تازه معلومات شریکوو. په تېرو څو میاشتو کې، درخت دانش کتابتون د میډیوتیک - افغانستان، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې مؤسسې، د سعید انتشارات او ګهوراه ډاټ کام سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. د دې بنسټونو محتويات او مطالب به په وړیا ډول د درخت دانش کتابتون په ټولګه کې موجود وي او د دوی ډېری مطالب وار دمخه کتابتون ته اضافه شوي دي. د نويو محتوياتو د شريکولو لپاره د نورو دا ډول شراکتونو په هکله د تازه معلوماتو لپاره زموږ پاڼه مه هېروئ!